اسلام آباد۔2اکتوبر(اے پی پی) داخله وزارت د روانې مياشتې په مهال په اسلام آباد كښې كېدونكې د شنګھائي مرستې تنظيم (اېس سي او) سرمشريزې غونډې په موقعه فول پروف امنيت باوري كولو له د تګلارې منظوري وركړې ده۔ د اېس سي او كنفرنس په مهال ??ه د پاك پوځ ٬ رېنجرز ٬ اېف سي او د پنجاب پوليس اضا??ي نفري هم تعينات كولې شي۔ د شورؤ په ورځ د داخله وزير محسن نقوي په مشرۍ كښې د شنګھائی مرستې تنظيم كنفرنس تياريانو سره اړونده غونډه وشوه په كومه كښې چې وفاقي داخله سېكتر ٬ اېډيشنل سېكترانو ٬ چیف کمشنر اسلام آباد، آئی جی پولیس اسلام آباد، ډپټی کمشنر اسلام آباد، ډپټی کمانډنټ اېف سی، سېکتر کمانډر پاکستان رینجرز او د ام??يت?? ادارو استازو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې د اېس سي او سرمشريزې غونډې سره د اړوندو ام??يت?? انتظاماتو بشپړ جاج واغستے شو۔ داخله وزير محسن نقوي ووئيل د روانې مياشتې په مهال ?? شنګھائي مرستې تنظيم سرمشريزه غونډه په پاكستان كښې كېدل زيات مهم دي۔ په د?? سمټ كښې يو شمېر مشران ګډون كوي٬ د نړيوال كنفرنس په پاكستان كښې كېدل ټول اولس لپاره درناوې دې۔ ده ووئيل د اېس سي او سرمشريز كنفرنس په موقعه به په هره كچه فول پروف انتظامات باوري كولې شي۔ د اېس سي او كنفرنس په مهال ??ه اسلام آباد ښكلے كولے او د صفايۍ به خصوصي انتظامات كولې شي۔ ده ووئيل د اېس سي او غونډې په مهال ??ې ټولې اړ??ند?? ادارې خپل متعين كړے شوے كردار ترسره كړي۔ ټولو له به په ګډه د كنفرنس په سولييز او كامياب ډول تابيا كېدل باوري كول وي۔
Nguồn bài viết : THỂ THAO